Language

سمنګان کې يوې ښځې په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي

مزارشريف (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): په سمنګان ولايت کې يوې ښځې پنځه ماشومان زېږولي چې ټول هلکان دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر نور محمد فيض د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ښځه د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

هغه زياته کړه، دغې ښځې شپږ ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې په يو ځاى پنځه ماشومان زېږولي چې پنځه واړه هلکان دي.

خو نوموړي وويل چې ياده ښځه او ماشومان يې اوس د ښې درملنې په موخه د مزارشريف ملکي 

روغتون ته راوړي دي.

ډاکتر فيض وايي چې په نورمال حال کې د يوه نوي زېږېدلي ماشوم وزن له دريو تر څلورو کيلوګرامو پورې وي، خو د دغو زېږېدلو ماشومانو وزنونه څه کم  دوه کيلو ګرامه دي.

د نوموړي په وينا، د دغو ماشومانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او اوس دلته تر درملنې لاندې دي او دوى يې کلکه څارنه کوي.

هغه وويل چې د دغو ماشومانو د کورنۍ اقتصادي حالت ښه نه دى، له حکومت او شتمنو يې وغوښتل چې مرستې ورسره وکړي.

د يادو ماشومانو پلار ٣٥ کلن فيض الله پژواک اژانس ته وويل چې درى کاله مخکې يې واده کړى او وايي چې دوه نور زامن هم لري.

نوموړي په يو ځل د پنځو ماشومانو پر زېږېدنې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د هغوى د ښې روزنې او پالنې لپاره به شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

login or register a new account.

Related Topics