لومړى تعقيب - لښکرګاه (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د هلمند والي وايي چې د موسى کلا ولسوالۍ په نښتو کې شاوخوا ٣٠٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ تر څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته وکولى شول چې ياده ولسوالي ونيسي، خو د هلمند چارواکي وايي چې تېره شپه دولتي ځواکونو بېرته دا ولسوالي نيولې ده.
د هلمند والي والي ميرزا خان رحيمي د وږي په ٨مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته د موسى کلا د عملياتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل چې په دې جګړه کې تر ٣٠٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زياته کړه: ((سره صليب ويلي چې د وژل شوو طالبان د مړو د لېږدولو لپاره يې ٢٢٠ تابوتونه موسى کلا ولسوالۍ ته لېږلي دي.))
د هغه په وينا، د سره صليب ادارې ترې د طالبانو د جسدونو د لېږدولو په پروسه کې د مرستې غوښتنه کړې ده، ځکه چې دا جسدونه د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ولسواليو ته لېږدول کېږي.
د هلمند والي وايي چې دوى به په دې کار کې له سره صليب سره بشپړه همکاري وکړي.
ميرزا خان رحيمي وويل چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو د همکارۍ او مرستې پرته پر موسى کلا ولسوالۍ عمليات ترسره کړي وو.
د نوموړي په وينا، د موسى کلا ولسوالۍ د تېرو څلورو ورځو په نښتو کې ٣٣ ملي امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو تر دې د مخکې د هلمند د ولايتي شورا رييس ويلي وو چې د موسى کلا د نيولو په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل دي.
د هلمند والي زياتوي چې اوس ملي دولتي ځواکونه د موسى کلا ولسوالۍ د مرکز په ګډون په شاوخوا سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کوي او هڅه به کوي چې ټوله ولسوالي له وسله والو پاکه کړي.
دى وايي: ((له دې وروسته به موږ له دفاعي حالته وځو او تعرضي عمليات به ترسره کوو، ډېر ژر به د هلمند نورې سيمې هم له وسله والو پاکې کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن