لومړى تعقيب - لښکرګاه (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د هلمند والي وايي چې د موسى کلا ولسوالۍ په نښتو کې شاوخوا ٣٠٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ تر څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته وکولى شول چې ياده ولسوالي ونيسي، خو د هلمند چارواکي وايي چې تېره شپه دولتي ځواکونو بېرته دا ولسوالي نيولې ده.
د هلمند والي والي ميرزا خان رحيمي د وږي په ٨مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته د موسى کلا د عملياتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل چې په دې جګړه کې تر ٣٠٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زياته کړه: ((سره صليب ويلي چې د وژل شوو طالبان د مړو د لېږدولو لپاره يې ٢٢٠ تابوتونه موسى کلا ولسوالۍ ته لېږلي دي.))
د هغه په وينا، د سره صليب ادارې ترې د طالبانو د جسدونو د لېږدولو په پروسه کې د مرستې غوښتنه کړې ده، ځکه چې دا جسدونه د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ولسواليو ته لېږدول کېږي.
د هلمند والي وايي چې دوى به په دې کار کې له سره صليب سره بشپړه همکاري وکړي.
ميرزا خان رحيمي وويل چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د بهرنيو ځواکونو د همکارۍ او مرستې پرته پر موسى کلا ولسوالۍ عمليات ترسره کړي وو.
د نوموړي په وينا، د موسى کلا ولسوالۍ د تېرو څلورو ورځو په نښتو کې ٣٣ ملي امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو تر دې د مخکې د هلمند د ولايتي شورا رييس ويلي وو چې د موسى کلا د نيولو په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل دي.
د هلمند والي زياتوي چې اوس ملي دولتي ځواکونه د موسى کلا ولسوالۍ د مرکز په ګډون په شاوخوا سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کوي او هڅه به کوي چې ټوله ولسوالي له وسله والو پاکه کړي.
دى وايي: ((له دې وروسته به موږ له دفاعي حالته وځو او تعرضي عمليات به ترسره کوو، ډېر ژر به د هلمند نورې سيمې هم له وسله والو پاکې کړو.))
رحيمي وويل چې دوى په موسى کلا کې ډېر پوځي توکي ځکه له لاسه نه دي ورکړي چې دوى لا د مخه هر څه ايستلي وو .
تر دې مخکې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، د افغانستان هوايي ځـواک پرون د ورځې پر مهال څو ځلې د وسله والو مخالفينو پر مورچو هوايي بريدونه ترسره کړل او د شپې له خوا ملي ځواکونو ځمکني عمليات په لاره اچولي وو.
ځاځى وايي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت تر څنګ د کومانډو ځواکونو هم برخه اخيستې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










