غزني ښار (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ١٢ مخالفو وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ده يک ولسوال کريم الله اميري د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو نن له غرمې وروسته د ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه چې د پوليسو او وسله والو تر منځ تر دې دمه پورې په نښته کې درى پوليس وژل شوي او درى نور ژوبل دي.
د ولسوال په وينا، دغه راز په دې نښته کې درى مخالف وسله وال هم وژل شوي او تر څلورو زيات ژوبل شوي دي.
د هدايت الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا نښته غرمه ١٢ بجې پيل شوې او تر مازديګره يې دوام درلود.
د نوموړي په وينا، په نښته کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو د جګړې ښکېلو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.