کابل (پژواک، ۲۰ وږى ۹۴): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې موظفينو يې له درې تنو سره د يوه طالبانو قوماندان د نيولو ترڅنګ د کندهار د ملي امنيت پر رياست د ځانمرګي بريد مخه نيولې ده .
په هغه خبرپاڼه کې چې ددې رياست له لوري پژواک اژانس ته رارسېدلې راغلي چې ياد کسان د کندهار د ملي امنيت رياست د موظفينو له لوري نيول شوي دي .
يادې خبرپاڼې پرته له دې چې د نيول شويو کسانو وخت او ځاى په ډاګه کړي ويلي ، چې طالب قوماندان سیف الله د شاه ولي زوى يې له درې تنو سره چې د کندهار اوسېدونکي دي نيولى دى.
سرچينې ويلي چې دغو کسانو د حملو په پلان او ځانمرګو بريدونو کې لاس درلود .
ملي امنيت وايي چې دغو کسانو د څېړنو پرمهال اعتراف کړى چې د طالب قوماندان مولوي منصور په دستور يې له چاوديدونکو توکو د ډک موټر په وسيله د کندهار د ملي امنيت پر رياست د ځانمرګي بريد پلان درلود .
خبرپاڼه کې راغلي چې يو ځانمرګى بريدګر له موټر سره د ملي امنيت د موظفينو له لوري نيول شوى دى .
login or register a new account.