ښرنه (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال وژل شوى دى.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د وږى په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسي ملي اردو په ګومل ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو پر مهال د ګومل لپاره د طالبانو نومول ولسوال خذيفه او ٤٣ نور طالبان وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په عملياتو کې له وسله والو طالبانو يو ټيوټا موټر، ۶ شپږ لپ ټاپ کمپيوترونه، ۲۱ ار پي جي راکټ، ۲۰ دهشکې، ۱۳ ماينونه، ۲۱ کړۍ لاسي بمونه او ګڼ نور مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ مرستيال دادلله هم پژواک ته د ملي دفاع وزارت له لوري په ګومل ولسوالۍ کې هوايي بريدونه تاييد کړل.
هغه وويل چې دغه بريدونه د ګومل ولسوالۍ په شهباز کلي ترسره شوي چې په ترڅ کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د شهباز کلي يو اوسېدونکي بخت محمد بيا پژواک ته وويل چې دغه بريدونه د ملي دفاع وزارت له لوري نه بلکې د امريکايي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په تېرو دريو شپو کې موږ ليدل چې امريکايي الوتکې راتلې او دلته يي بمبار کاوه.))
بخت محمد وايي چې په دې بريدونو کې يو شمېر پاکستاني طالبان هم وژل شوي چې جسدونه يې د نورو طالبانو په وسيله انتقال شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې په ګومل ولسوالۍ کې هيڅ ډول هوايي بريدونه نه دي شوي او نه هم کوم طالب وژل شوي دي.
ګومل د پکتيکا د لرې پرتو او نا امنو ولسواليو له ډلې ده او له ګاونډي هيواد پاکستان سره کډه هم پوله لري.
login or register a new account.