مزار شريف ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې چاودنې په داسې حال کې څلور پوليس ټپيان کړي چې د والي په مشرۍ دولتي ځواکونو هلته عمليات پيل کړي دي.
د چمتال ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن ترغرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د ولسوالۍ د بارګاه په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د توفان په نامه ديوه قوماندان په ګډون څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد له يادې چاودنې څخه بې خبري وښوده، خو زياته يې کړه، چې د والي عطاء محمد نور په مشرۍ دولتي ځواکونو په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د نوموړي په وينا، دا عمليات د هغو وسله والو پر ضد پيل شوي، چې تازه يې سر راپورته کړى او دوى هڅه کوي چې مخه يې ونيول شي.
login or register a new account.