غزني ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په غزني ولايت کې يو شمېر ملکي وګړي له موټرو ښکته کړي او تښتولي دي .
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د غزني= پکتيکا پر لويه لاره د اندړو ولسوالۍ د خانې بابا په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې يو شمېر موټر تلاشي کړي، پنځه کسان يې ترې ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.
ننګ وايي چې په دې مهال امنيتي ځواکونو ورباندې ډزې هم کړې خو زياتوي چې وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمدقاسم ديسي وال هم ياده پېښه مني چې وسله والو طالبانو څو کسان تښتولي خو نوموړي يې شمېر په ډاګه نه کړ.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې طالبانو له تلاشۍ وروسته يو شمېر کسان وړي، خو معلومه نه ده چې څو کسان دي.
خو د سيمې اوسېدونکي او عيني شاهدان بيا وايې چې وسله والو طالبانو په رڼا ورځ تلاشي کوله.
د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د لسګونو ملکي وګړو په ګډون اته موټر له ځان سره بيولي دي.
ځينې نورې سرچينې د تښتول شوو کسانو شمېر ٤٠ تنه ښيي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د پېښې د ځاى په ٥٠٠ مترۍ کې د پوليسو پوستې او د ملي اردو دريمه لوا پرته ده.
login or register a new account.