اسعد اباد ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤ ) : د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله ٢٨ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو نيمو بجو شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د يوه چسپکي ماين له مله شوې، چې د بازار په منځ کې د برېښنا د ميترونو په يوه صندوق کې ځاى پر ځاى شوى و.
دى وايي چې د دې چاودنې ١٠ تنه ټپيان اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او يو شمېر کسان چې برسېرن ټپيان وو، هغوى رخصت شوي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رييسي ډاکټر اسدالله فضلي پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې چاودنې ٢٨ ټپيان راوړل شوي وو، چې ١٨ تنه يې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت او ١٠ نور يې تر درملنې لاندې دي.
د دې ولايت د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين پژواک سره د خبرو پر مهال ياده چاودنه وغندله او دا يې د اسلام خلاف کار وباله.
هغه زياته کړه، چاودنه په داسې حال کې شوې، چې هلته هېڅ دولتي ودانۍ نشته او نه هم امنيتي ځواکونه له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
د سميع الله په نامه د سيمې يوه دوکاندار پژواک ته وويل چې د وسله والو مخالفينو موخه يواځې ملکي وګړي دي، ځکه چې ټول ملکي کسان په کې ټپيان شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن