مزارشريف (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان له څلورو پوليسو سره په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
د دولت اباد ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د سړک پر غاړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان حيات الله روغ له خپل پرسونل سره په يوه رينجر موټر کې روان و چې د سړک غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
دى وايي چې په دې چاودنه کې امنيه قوماندان له څلورو پوليسو سره وژل شوى او يو شمېر نور پوليس ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېر درانى پېښه تاييدوي خو زياتوي چې دمګړۍ ورسره کره معلومات نشته.
نوموړي پژواک ته وويل چې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر په مشرۍ يو پلاوى سيمې ته په لاره دى او وروسته به په دې اړه معلومات شريک کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.