ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا، بريتانيا او ملګرو ملتونو افغانانو ته داختر مبارکي وويله

author avatar
23 Sep 2015 - 13:55
author avatar
23 Sep 2015 - 13:55

کابل ( پژواک، د تلې لومړۍ ٩٤ ) :امريکا ، بريتانيا، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر دولتي چارواکو د نېکمرغه لوى اختر په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې 

په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په وياړ د افغانستان خلکو ته خپلې نېکې هيلې وړاندې کړې دي.

د امريکا سفارت لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال ميليونونه امريکايي مسلمانان هم د خپلو افغانو وروڼو او خويندو په څېر د خپلو کورنيو او ملګرو سره يوځای او د بېوزلو سره د مرستې له لارې نېکمرغه لوی اختر لمانځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې متحده ايالات  د افغانستان د خلکو او دولت څخه چې د خپل هېواد د روښانه راتلونکې لپاره هڅه او هاند کوي خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

بلخوا په کابل کې د بريتانيا سفيره کارين پيرس هم افغانانو ته د لوى اختر مبارکي ورکړې ده.

نوموړي پخپل پيغام کې ويلي چې د اختر د رارسېدو په وياړ خپلې نيکې هيې ټولو افغانانو ته وړاندې کوي او ورته د خوښۍ ډک اختر هيله کوي.

هغې زياته کړې : (( زموږ د دوامداره همکارۍ او دوستۍ پر بنسټ، کولای شم تاسې ته ډاډ درکړم چې بريتانيا ټولو افغانانو ته د يو سوکاله راتلونکي په موخه د افغانستان دولت له هڅو څخه به ملاتړ وکړي. ))

دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى نکيولاس هيسم هم د لوى اختر په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.

دملګرو ملتونو ځانګړی استازی، چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوي (يوناما) مشر هم دی ، داختر په مناسبت پخپل پيغام کې ويلي: ” د لوی اختر ورځې د سولې ورځې دي، چې افغانستان ورته ډېره اړتيا لري. “

نوموړي همدارنګه زياته کړه: ”ملګري ملتونه دافغانستان ژمن همکاران دي او له دې هېواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي افغانان، چې وتوانېږي ټيکاو، سوکالۍ او تل پاتې سولې ته ورسېږي.“    

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.