کابل ( پژواک، د تلې لومړۍ ٩٤ ) :امريکا ، بريتانيا، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر دولتي چارواکو د نېکمرغه لوى اختر په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې
په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په وياړ د افغانستان خلکو ته خپلې نېکې هيلې وړاندې کړې دي.
د امريکا سفارت لخوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال ميليونونه امريکايي مسلمانان هم د خپلو افغانو وروڼو او خويندو په څېر د خپلو کورنيو او ملګرو سره يوځای او د بېوزلو سره د مرستې له لارې نېکمرغه لوی اختر لمانځي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې متحده ايالات د افغانستان د خلکو او دولت څخه چې د خپل هېواد د روښانه راتلونکې لپاره هڅه او هاند کوي خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
بلخوا په کابل کې د بريتانيا سفيره کارين پيرس هم افغانانو ته د لوى اختر مبارکي ورکړې ده.
نوموړي پخپل پيغام کې ويلي چې د اختر د رارسېدو په وياړ خپلې نيکې هيې ټولو افغانانو ته وړاندې کوي او ورته د خوښۍ ډک اختر هيله کوي.
هغې زياته کړې : (( زموږ د دوامداره همکارۍ او دوستۍ پر بنسټ، کولای شم تاسې ته ډاډ درکړم چې بريتانيا ټولو افغانانو ته د يو سوکاله راتلونکي په موخه د افغانستان دولت له هڅو څخه به ملاتړ وکړي. ))
دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى نکيولاس هيسم هم د لوى اختر په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.
دملګرو ملتونو ځانګړی استازی، چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوي (يوناما) مشر هم دی ، داختر په مناسبت پخپل پيغام کې ويلي: ” د لوی اختر ورځې د سولې ورځې دي، چې افغانستان ورته ډېره اړتيا لري. “
نوموړي همدارنګه زياته کړه: ”ملګري ملتونه دافغانستان ژمن همکاران دي او له دې هېواد څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي افغانان، چې وتوانېږي ټيکاو، سوکالۍ او تل پاتې سولې ته ورسېږي.“
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دکورنۍ په استازيتوب، هيسم هيله څرګنده کړې، چې افغانان به د لوی اختر ورځې له تاوتريخوالي پرته له خپلو کورنيو او دوستانو سره ونمانځي.
د غه راز ګڼ شمېر دولتي چارواکو هم په بېلا بېلو پيغامونو کې د لوى اختر په مناسبت مبارکيانې ورکړې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









