تالقان (پژواک، ٩ تله ٩٤): د تخار او کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د خواجه غار او امام صاحب ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده.
نن سهار له څو ساعتونو جګړې وروسته وسله وال طالبان وتوانېدل چې د تخار خواجه غار ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ اداري رييس عبدالخليل پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن له غرمې وروسته په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځې عمليات پيل کړل.
هغه وايي چې له دوو ساعتونو جګړې وروسته شاوخوا درى بجې امنيتي ځواکونو وکولاى شول د خواجه غار ولسوالۍ بېرته ونيسي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ خلکو او د تخار جهادي قوماندانانو هم ګډون کړى و.
دى وايې چې اوسمهال طالبان د خواجه غار ولسوالۍ له مهمو سيمو وتلي او د دې ولسوالۍ قرغ او جلمخور سيمو ته تللي دي.
هغه زياته کړه: ((دا عمليات به تر هغه روان وي څو خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شي.))
ده وويل چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ، د ولسوال او د ولسوالۍ د امنيې قوماندان کورونه او ځيني نور دولتي تاسيسات سوځولي دي.
دغه راز د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي وايي چې د خواجه غار په نيولو کې چيچينيانو، ازبکانو او عرب جنګياليو له طالبانو سره مرسته کړې ده.
هغه وايي چې د خواجه غار په بېرته نيولو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي زين الله پژواک ته وويل: ((له بېګاه نه دلته جنګ و، سهار ټول ځايونه طالبانو نيولي وو خو اوس دلته بېرته دولت راغلى دى.))
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمدايوب سالنګي هم په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې خواجه غار ولسوالۍ امنيتي ځواکونو بېرته نيولې ده.
login or register a new account.