پل علم (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د حقاني شبکې شپږ غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ شاوخوا پنځه بجې افغان او امريکايي ځواکونو د دې ولسوالۍ په ذقم خېلو او پادخاب روغني سيمو کې عمليات کړي دي.
ده زياته کړه: ((افغان کومانډو او د امريکا هوايي ځواکونو په ګډه دغه عمليات ترسره کړي دي.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې چې په عملياتو کې د حقاني شبکې شپږ غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو له وسله والو مخالفينو يو راکټ، يو کلاشينکوف، دوه مخابرې او درى موټرسايکل هم ترلاسه کړي دي.
امين وايي چې د عملياتو پر مهال وسله والو له امنيتي ځواکونو سره شاوخوا نيم ساعت جګړه هم وکړه خو افغان امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده په کې اوښتې.
د ذقم خېلو سيمې اوسېدونکي اجمل اورمړ پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته وشوه.
خو ده وويل چې د دوى په کلي کې يواځې دوه وسله وال وژل شوي دي.
حقاني شبکې تر اوسه د يادو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
بره کي برک د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې د مرکز پل علم سوېل ته په شل کيلومترۍ کې پرته ده.
login or register a new account.