تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٤): له کندوزه تخار ته د بېځايه شوو کورنيو يو شمېر غړي د نس ناستي او سينه بغل په ناروغيو اخته شوي دي.
د کندوز پر مرکز د وسله والو طالبانو د وروستيو بريدونو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې او ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
له کندوزه تخار ته شاوخوا اووه زره کورنۍ ګډوالې شوې چې يو شمېر په دوو دولتي کمپونو کې ژوند کوي.
د دغو کډوالو له ډلې يوې مېرمن امنې پژواک خبري اژانس ته وويل چې يونيم کلنه لور يې د نس ناستي او سينه بغل په ناروغيو اخته ده او دې ته هم د نس ناستې ناروغي پيدا شوې ده.
هغې زياته کړه: ((په کمپ کې دوړې او خاورې دي، د اوسېدو ځای نه دی، د شپې مو ساړه کېږي او د ورځې مو ګرمي، د ژوند هېڅ ډول اسانتیا نشته، زه خپله سخته ناروغه شوې یمه او لور مې هم ناروغه ده، پیسې نشته چې دارو درمل وپېرو.))
د دغه کمپ یوه بله اوسېدونکې بي بي جنت هم وايي چې د دغو کمپونو ډېرى اوسېدونکي د نس ناستي او سينه بغل په ناروغيو اخته شوي دي.
هغې وويل: ((وچ ډاګ دی، خاورې دي، نه اوبه شته نه ډوډۍ، ګیلم نه لرو چې لاندې يې خور کړو، تشنابونه نشته، د ناروغیو کچه لوړه شوې، زه هم ناروغه یم، ماشومان مې هم ناروغان شوي دي.))
د بي بي هوا په وينا، که په دغه کمپ کې له ناروغو کسانو سره مرستې ونه شي نو ډېر کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو کمپونو کې د عامې روغتيا وزارت او د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو پرمختيايي بنسټ په دغو کمپونو کې د درملنې مرکزونه فعاله کړي دي.
د ياد بنسټ مشر ډاکټر شمس الاسلام شمس پژواک ته وويل چې د پاکو اوبو او اړينو خوړو نشتوالي ښځې او ماشومان کمزوري کړي دي نو ځکه د سينه بغل او نس ناستي په ناروغيو اخته شوي دي.
شمس زیاتوي: ((پاکې اوبه نشته، تشنابونه نشته، خاورې او دوړې دي، خوراکي توکي ورته نه رسېږي، کمزوري شوي دي، د بدن کمزورتیا هم د مرض د پيدا کېدو سبب ګرځي.))
د نوموړي په وينا، په دې روغتيايي مرکز کې دوه ډاکتران او يوه قابله کار کوي چې د سهار له اتو د مازديګر تر څلورو بجو پورې د ناروغانو په درملنه بوخت دي.
login or register a new account.