خوست ښار (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د خوست ولايت د جهادي شورا مشر او پخوانى قوماندان مولوي سردار د موټربم له چاودنې روغ ووت.
د خوست د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلزار مندوزي د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د ښار ددرېيمې امنيتي حوزې اړوند د سولې پارک تر څنګ شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او کله چې د دغه ولايت د جهادي شورا مشر مولوي سردار له سيمې تېرېده نو د ريموټ کنټرول په وسيله پرې چاودنه وشوه.
سمونوال ګلزار وايي چې مولوي سردار له دې چاودنې روغ وتلى، خو يو ساتونکى يې ټپي او موټر يې زيانمن شوى دى.
د خوست د جهادي شورا مشر مولوي سردار د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل چې په يوه پروګرام کې د ګډون په موخه روان و چې په ياده سيمه کې پرې چاودنه وشوه.
هغه وايي: ((خداى وساتلم، ګنې چاودنه ډېره زوروره وه.))
د سيدولي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او ټوله سيمه يې ولړزوله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
مولوي سردار چې د حقاني ډلې پخوانى قوماندان و، څو کاله مخکې د ملي پخلاينې د پروسې له لارې د سولې له پروسې يو ځاى شو او د خوست د جهادي شورا يې جوړه کړه.
login or register a new account.