کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د لوګر پاڅون کوونکي وايي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې په خپلو امکاناتو له وسله والو مخالفينو سره جګړه کړې، په دې موده کې حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د لوګر د پاڅون کوونکو مشر سيد فرهاد اکبري د تلې په ١٩مه په مرکز پل علم کې خبريالانو ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې شاوخوا ١٢ سوه پاڅون کوونکي په خپلو امکاناتو له وسله والو مخالفينو سره پر جګړه بوخت دي.
هغه وايي چې په دې موده کې پاڅون کوونکي توانېدلي دي د ولايت په کچه اتيا کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک کړي.
هغه زياته کړه: ((په هغو ځايونو کې چې موږ يو هلته خلک ارام ژوند لري، ماشومان مکتب ته ځي او دولتي کارکوونکي هم ارام خپلو وظيفو ته ځي.))
اکبري د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې يو شمېر حکومتي کړۍ له پاڅون کوونکو سره د مرستې پر ځاى ستونزې ورته جوړوي.
ده وويل: ((په دې موده کې حکومت موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، هيله لرو چې له موږ سره مرسته وکړي؛ ځکه موږ د طالبانو پر وړاندې له جګړې پرته بله لار نه لرو.))
اکبري وايي چې په ياده موده کې يې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه کې د کورنۍ د غړو په ګډون ٨٠ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر عبدالجليل پژواک ته وويل چې حکومت له پاڅون کوونکو سره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په جګړه کې مرسته نه کوي.
هغه وويل: ((موږ له طالبانو سره په جګړه کې دوه طالبان و وژل اوس حکومت د هغوى د وژنې په تور کې زما دوه زامن بنديان کړي دي.))
ده پر حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه له پاڅون کوونکو سره اړينې مرستې وکړي.
د لوګر د مرکز کلنګار سيمې اوسېدونکي سيدعالم پژواک ته وويل: ((موږ له پاڅون کوونکو ډېر خوښ يو هر ځاى کې چې دوى دي هلته بېخي ارامي ده طالبان نشته خلک خپل کار وبار کوي.))
خو د لوګر د والي وياند محمد سليم صالح پژواک ته وويل چې حکومت حاضر دى له پاڅون کوونکو سره هر راز مرستې وکړي خو که امنيتي ځواکونه پياوړي شي ډېره به ښه وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP