جلال اباد ، مزار شريف ( پژواک، ٢٠ تله ٩٤ ) : د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د دوو راډيوګانو ددفترونو مخې ته شوې چاودنې په کلکه وغندل شوې.
دوه ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د کليد راډيو د ځايي دفتر او د صفا سيمه ييزې راډيو ددفتر مخې ته همهاله چاودنې شوې وې، که څه هم چاودنو مرګ ژوبله نه لرله، خو يادو دفترونو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
د ختيځې سيمې د ليکوالواو ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه دا پېښه په سختو ټکو غندي او دا کړنه دبيان دا زادۍ پر وړاندې ستر تېری او وحشت بولي.
ياده ټولنه د جګړې له ښکېلو لورو څخه د بيان ازادۍ زغم اود ژورنالېستانو خونديتوب غواړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټولنه د ننګرهارله ولايتي ادارې او امنيتي مسوولينو په جدي توګه غوښتنه کوي چې د دې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولوته يې وسپاري.
بلخوا د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې رسنيو او د بېلا بېلو مدني ټولنو غړو د يوې غونډې په ترڅ کې په جلال اباد کې د يادو راډيوګانو پر دفترونو بريدونه غندلي دي.
دغه غونډه، چې د شمال زون د بشر د حقوقو په مرکزي دفتر کې د تلې په ۲۰مه، جوړه شوې وه، د بېلا بېلو رسنيو استازو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
د شمال زون د خبريالانو د انجمن د رهبري شورا غړي کاظم حيدري پژواک ته وويل، چې دولت د وسله والو طالبانو پر وړاندې د رسنيو ننګه او ساتنه په سمه توګه نه شي کولى.
نوموړي زياته کړه، چې په جلال اباد کې پر کليد راډيو بريد د بيان د ازادۍ پر وړاندې د خنډ د پيدا کېدو په موخه شوی دی.
د هغه په وينا ، دغه بريد که هر چا کړی وي، دوی يې غندي.
د مدني ټولنې فعال يزدان پرست پژواک ته وويل، چې امنيتي چارواکي بايد پر کليد او صفا راډيوګانو د بريد پېښه جدي وڅېړي او تر سره کوونکي يې قانون ته وسپاري.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم په افغانستان کې د خبريالانو او د رسنيو کړنو اړوند دوسيې په سمه توګه نه دي څيړل شوي؛ خو بيا هم امنيتي چارواکي بايد دغه اړخ ته ژور پام وکړي.
دغه راز په کابل کې د ژورنالېستانو ځينو نورو ټولنو هم يادې چاودنې غندلې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP