خوست ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په خوست ښار کې يې د هغو لوحو د لرې کولو لړۍ پيل کړې چې په بهرنيو ژبو ليکل شوې دي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين شاه الفت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه کار د ښه ترسره کولو لپاره يې د ځينو دولتي ادارو د مامورينو په ګډون يو کمېسيون جوړ کړی دى.
نوموړي زياته کړه، له دې کار څخه يې موخه دا ده چې هټۍ وال او د مارکېټونو خاوندان خپلې لوحې په پښتو يا دري ژبو وليکي، تر څو خلک پرې په اسانۍ سره پوه شي.
الفت وايي: ”موږ په ښار کې ټولې هغه ناقانونه لوحې لرې کوو چې په پرديو ژبو ليکل شوې. دغه راز ځينې هغه چاپي مطبعې مو هم وتړلې چې د فعاليت جواز نه لري.‟
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې د لوحو په اړه يې د سيمه ييزو رسنيو له لارې څو ځلې خبرداری هم ورکړی، خو بيا هم هټۍ والو ورته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.
تر دې مخکې هم يادې ادارې څو ځلې پر بهرنيو ژبو ډېری ليکل شوې لوحې لرې کړې، خو تر څه مودې وروسته بيا هم د ښار پر ځينو هټيو په انګليسي او اردو ژبو ليکل شوې لوحې ليدل شوې دي.
خو رييس الفت وايي چې دا ځل يې دا موضوع جدي نيولې او غواړي په بشپړ ډول د يادو لوحو د نصب مخنيوی وکړي.
د ياد رياست د ګرځندوی امر او د لوحو د لرې کولو کمېسيون مسوول نجيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې يې لسګونه داسې لوحې لرې کړې چې اصلاح کولو ته اړتيا لري.
د خوست ښار اوسېدونکي قدرت الله له پژواک اژانس سره په خبرو کې د دغه اقدام هرکلی وکړ او دا يې د پردي کلتور د يرغل د مخنيوي يوه برخه وبلله.
نوموړي زياته کړه: "په بهرنيو ژبو د ليکل شويو لوحو لرې کول ښه کاردی،ځکه زموږ زياتره خلک نالوستي دي او په بهرنيوژبو خو بيخي نه پوهېږي. بايد ټولې لوحې په خپلوملي ژبووليکل شي."
د دغه ولايت يو مدني فعال محمدزمان نظري په دې نظر دی چې که ټولې لوحې په پښتو او دري ژبو وليکل شي، خلک پرې په ډېرې اسانۍ سره پوهېدلای شي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: "په خوست ښار ک You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.