Language

پکتيکا کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

ښرنه (پژواک ٢٩ تله ٩٤): د پکتيکا په وازېخوا ولسوالۍ کې د هاوان د مرمۍ چاودنې يو ماشوم وژلى او درى نور يې ټپيان کړي دي.

د دغه ولايت د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر ناوخته د وازېخوا په زاڼي خېلو سيمه کې ماشومانو د هاوان له مرمۍ سره لوبې کولې چې پرې چاودلې او یاده مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د وازېخوا اوسېدونکي عبدالغني پکتین هم پژواک ته وویل چې یواځې په تېره میاشت کې اته ځلي په یاد کلي کې پر پولیسو بریدونه ترسره شوي چې دا مرمۍ هم له یادو بریدونو پاتې وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ادعا کړې چې د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې یې پرون مازدیګر د امریکایي ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې او د دوی لاسته ورغلې ده.

خو د والي ویاند پژواک ته وویل چې تر اوسه دوی په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics