Language

پکتيکا کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي

ښرنه (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د تلې په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په سرروضې ولسوالۍ کې د سمسور په نوم پوځي عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د همدغو عملياتو په لړ کې نن له غرمې وروسته د مارزکو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وشوه.

ده وويل چې د يادې جګړې له امله د طالبانو د يو قوماندان زرقاوي په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه د يادو عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د سرروضې ولسوالۍ اوسيدونکي محمداکبر هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امينتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.

هغه له دواړو لورو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال د عامو خلک ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.

د پکتيکا امنيتي چارواکو په امنيې قوماندانۍ کې د زرقاوي جسد هم خبريالانو ته وښود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار د سرروضې ولسوالۍ د شاتورو په سيمه کې طالبانو يوولسو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د پکتيکا د امنيت امر بيا وايي چې طالبانو د شاتورو په سيمه کې يواځې يو پوليس وژلى دى.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.