ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: يوه ورځ هم اجازه نه ورکوم چې دنده يې په ولايتونو او خپله په کابل کې وي

ولسمشر غني: يوه ورځ هم اجازه نه ورکوم چې دنده يې په ولايتونو او خپله په کابل کې وي

author avatar
24 Oct 2015 - 11:12
ولسمشر غني: يوه ورځ هم اجازه نه ورکوم چې دنده يې په ولايتونو او خپله په کابل کې وي
author avatar
24 Oct 2015 - 11:12

کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني وايي چې دى له دې وروسته یوه ورځ هم چا ته اجازه نه ورکوي چې خپله په کابل او بست او دنده یې په ولایتونو کې وي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون له غرمې مخکې د هېواد له یو شمېر والیانو سره د ولایتونو د سل ورځني پلان په هکله د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې کړې دي.

ولسمشر غني په دې خبرو کې د حکومتولۍ د پیاوړتیا، د ثبات د ټينګښت او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د والیانو له رهبرۍ، استقامت او پرله پسې هڅو مننه وکړه.

ولسمشر وویل، د ولایتونو لېږل شوی سل ورځنی پلان یې مطالعه کړی او د ولایت د رهبرۍ د پیاوړتیا، په چارو کې د انسجام او همغږي، له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت، د خدماتو د وړاندې کولو، اسانتیاوو او څارنې او د ستونزو او وړاندیزونو د وړاندې کولو په برخه کې د والیانو ژمنتیا ده ته د منلو وړ ده.

نوموړي د دغو پلانونو په چوکاټ کې د افغانستان د هرې ولسوالۍ د مشخصاتو په درک ټینګار وکړ او د ولایتونو او وزارتونو تر منځ اړیکه یې یوه جدي ستونزه وبلله او وې ویل، د سرپرستي د پای ته رسېدو لپاره باید یو روښانه موخه وټاکل شي.

ولسمشر څرګنده کړه، له دې وروسته دې پنځه والیان په دوراني شکل کابل ته راشي او د ملي امنیت شورا او له اړوندو وزارتونو سره دې ناستې ولري، تر څو د هغوی د ستونزو د حل لپاره په کابینه کې عملي حل لارې ولټول شي.

غني وویل، د هر ریاست د شتون دلیل او د هغه وړاندې کوونکي خدمتونه دې مشخص شي او ټولو ولسوالیو ته باید متوازنه پاملرنه وشي.

ولسمشر د دې تر څنګ چې په پرېکړو کې یې د قضا او څارنوالۍ استقلال مهم وباله وویل: ((زه نوره یوه ورځ هم چا ته اجازه نه ورکوم چې خپله په کابل او بست او دنده یې په ولایتونو کې وي.))

محمداشرف غني زیاته کړه، له مالیې پرته یو هېواد اقتصادي استقلال نه لري او له دې وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه خپل عواید زیات او په ولایتونو او مرکز کې خپل لګښتونه معقول او موثر کړو.

د هغه په خبره چې په هر ولایت او اړوندو ولسوالیو کې باید د جایدادونو او دولتي وسایلو یو واضح فهرست ترتیب شي.

ولسمشر په مرکز او ولایتونو کې د ځمکې غصب ته په اشارې وویل، د ځمکې غصب  د ځمکو او اوبو په عالي شورا کې په اساسي توګه مطالعه شوی دی او د ځمکو د غصب ډېر موارد په کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د ځمکې د غصب مخنیوي او د مالیې ورکولو سیستم د موثر کولو لپاره باید په دې سل ورځني پلان کې جدي پاملرنه وشي.

غني دې ته په اشارې چې دولت د ښاروالیو د پیاوړتیا لپاره برنامې په پام کې لري وویل، د یو بل له تجربو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید د ښاروالانو شبکه رامنځته شي.

همدارنګه جمهور رئیس غني له والیانو څخه وغوښتل چې د کانکور ازموینو د عملي کولو او شفافیت لپاره باید په اړوندو ولایتونو کې هڅې وشي. هغه ټینګار وکړ چې د کانکور په برخه کې د والیانو له مدیریت پرته ډاډمنه فضا منځته نه راځي

ولسمشر په ټینګار وویل، که یو دولتي کارکوونکی له دې پرته چې مسوولیت ولري، د کانکور صحنې ته داخل شي، سملاسي باید له دندې لرې او محاکمه شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.