Language

غزني کې يو ريکشه چلوونکى د تښتوونکو له بنده راخوشى شو

غزني ښار (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې يو ريکشه چلوونکى يې د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلى او په تړاو يې د تښتوونکې ډلې مشر هم نيولى دى.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن د فيروز په نوم يو ريکشه چلوونکى د تښتوونکو له بنده را خوشى کړى دى.

ده وويل چې فيروز د محرم په ورځ د محمدامين په نوم د يوه کس له لوري تښتول شوى و.

هغه وايي چې محمدامين د غزني ښار د سنجتک سيمې اوسېدونکى او د انسان تښتوونکو د ډلې مشر دى.

د امرخېل په وينا، محمدامين د فيروز د خوشي کېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د پنځه سوه زره افغانيو غوښتنه کړې وه.

ده وويل چې محمدامين پر خپل جرم اعتراف کړى خو  دوه نور ملګري يې کندهار ولايت ته تښتېدلي چې د نيولو هڅې يې پيل شوې دي.

د فيروز د کورنۍ غړي محمداشرف پژواک ته وويل: ((زه له امنيتي ارګانونو ډېره مننه کوم، موږ غريب خلک يو، پنځه لکه روپۍ مو نه درلودې چې غلو ته يې ورکړو.))

فيروز پژواک ته وويل: ((زه يې په توره کوټه کې ساتلم، هره ورځ يې زما کورنۍ ته ګواښونه کول که پيسې ورنه کړي نو ما به ووژني.))

دا په داسې حال کې ده چې د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د انسان تښتوونکو د نيولو لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

login or register a new account.