پل علم (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): تر څو کلونو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې محکمه فعاله شوه.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي محمدحليم فدايي څو ورځې مخکې خوښۍ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د يادې محکمې د پرانيستلو ژمنه کړې وه.
هغه زياته کړه چې د دغه سفر پر مهال د سيمې خلکو والي ته شکايت کړى و چې د محکمې د نشتوالي له امله دوى له ستونزو سره مخ دي.
د والي وياند وايي چې د خوښۍ د محکمې د پرانيستلو او د رييس د پېژندنې په مراسموکې د چې نن ترسره شول، د خوښۍ ولسوال عبدالحميد، د پرمختيايي شورا رييس، د علماوو شورارييس او ګڼو ځايي خلکو ګډون کړى و.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د محکمې په فعالېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې خوښۍ ته د محکمې انتقال به د خلکو هغه ستونزې چې په محاکمو پورې تړاو لري حل کړي.
د هغه په وينا، تر دې وړاندې د ولسوالۍ خلکو يواځې د وثيقې د جوړولو لپاره مرکز ته د تګ راتګ او اوسېدو مصرف ګاله.
فدايي د قاضي القضات او د ولايت د محکمې له رييس څخه مننه وکړه چې خوښۍ ته يې د محکمې په انتقال کې هلې ځلې وکړې.
والي وايي، ډېر ژر به په هغو نورو ولسواليو کې چې تر دې دمه په کې محاکم فعال نه دي، محکمې فعالې شي.
د خوښۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالکريم وايي چې پخوا دوى د عادي کارونو لپاره د ولايت مرکز ته تلل چې له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ کېدل.
هغه خوښي وښوده چې اوس په دې ولسوالۍ کې محکمه فعاله شوه او تر دې وروسته به يې قضيې همدلته هوارېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP