Language

د پکتيکا د يحيى خېلو خلک د سيمه ييزو پوليسو پياوړتيا غواړي

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د پکتيکا د يحيى خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت په موخه سيمه ييز پوليس يې پياوړي کړي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو دغه څرګندونې د پکتيکا له والي امين الله شارق سره په ګډه غونډه کې وکړې.

د دې ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل خان وويل چې په تېر يو کال کې د دې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس توانېدلي چې امنيت تر ډېره خوندي کړي.

هغه زياته کړه: ((افغان او بهرنيو ځواکونو ونه شو کولاى په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړي خو سيمه ييزو پوليسو دغه کار وکړ نو موږ له دولت نه غواړو چې زموږ سيمه ييز پوليس نور هم پياوړي کړي.))

ده وويل چې يو کال وړاندې دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لوى مرکز و او له دغه ځايه به يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول خو د سيمه ييزو پوليسو په راتګ سره په دې ولسوالۍ کې امنيت نسبي ښه شوى دى.

د دې ولسوالۍ بل قومي مشر اکبر ميرا هم وايي چې حکومت بايد د دې ولسوالۍ سيمه ييزو پوليسو ته وسلې، مهمات او نور اړين تجهيزات ورکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ له سيمه ييزو پوليسو خوښ يو، دغه پوليس کولاى شي زموږ امنيت خوندي کړي.))

خو د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو مشر شېرمحمد بيا وايي چې د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د امنيت د ټينګښت په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې تر اوسه ١٥٠ سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

شېرمحمد هم له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه د دې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس پياوړي کړي.

د غونډې په پاى کې د پکتيکا والي امين الله شارق د يحيى خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې هره مشروع غوښتنه به يې ومنل شي.

شارق وويل چې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د پياوړتيا په موخه به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.