پل علم ( پژواک، ۱۹لړم۹۴): د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د کار په بدل کې لسګونه ټُنه خوراکي توکي په شپږ سوه کسانو ووېشل شول.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د لړم په ١٩ مه پژواک خبری اژانس ته وويل چې مخکې په دې ولسوالۍ کې د ٩ کيلومتره سړک د جغل اچونې او د يوه استنادي ديوال د جوړونې چارې پيل شوې وې.
هغه وايي چې په دې پروژو کې شاوخوا شپږ سوه کسانو کار کاوه چې پر يادو کسانو نن ١١٩ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دې خوراکي توکو کې غنم، دال، غوړي ،نخود او مالګه شامل دي.
ده وويل چې دغه خوراکي توکي د خوړو نړيوال سازمان له خوا مرسته شوي و، چې د يوه ګډ پلاوي له لوري و وېشل شول.
د ولسوال په وينا، د دې خوراکي توکو ټوليز ارزښت درې ميليونه افغانۍ دى.
د بره کي برک ولسوالۍ اړوند د برکي راجان سيمې اوسېدونکي او د استنادي ديوال يوتن کارکوونکي خليل الله پژواک ته وويل : ((دا يوه عامه المنفعه پروژه وه هم د سړک غاړې ديوال مو ورغول شو او بل د ما په شان بې وزلو کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوه.))
هغه وايي چې د کار په بدل کې يې نن يوه اندازه خوراکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
دى وايي چې دغه شان پروژې له خلکو سره د اقتصادي ودې په برخه کې مرستې کوي نو حکومت بايد تل دغه شان پروژې پلې کړي.
بره کي برک د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دى چې کله نا کله په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP