ښرنه(پژواک،٢٤لړم٩٤): د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له شلو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د پکتيکا ولايت د وازې خوا ولسوالۍ قومي مشر نورالدين د لړم په٢٤مه پژاک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې په وقفه يي ډول د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
هغه وويل چې د يادو جګړو له امله يو شمير خلک له خپلو کورنو بې ځايه شوي او اوسمهال په سختو شرايطو کې په نورو سيمو کې شپې او ورځې تېروي.
هغه وايي چې سيمه ييزو چارواکو د يادې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره اړين ګامونه تر اوسه نه دي پورته کړي.
ده وويل چې يو شمېر پوليسو خپل کورونه پريښي نورو سيمو ته کډه شوي او په کورونو کې يې وسله والو طالبانو مورچې جوړې کړې دي.
دغه راز د وازې خوا ولسوالۍ بل اوسېدونکي حاجي اسلام هم پژواک ته وويل چې له تېرو شلو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ده زياته کړه : ((دژمي په راتلو ددې سيمې خلکو ژمني توکي په کورونو کې ځای پر ځای کړي وو، خو اوس يې هرڅه له لاسه ورکړي، کورونه يې چور شوي او وسله والو طالبانو يې په کورونو کې سنګرونه نيولي دي.))
د پکتيکا والي امين الله شارق هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په وازې خوا ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په وازې خوا ولسوالۍ کې د تېرو شلو ورځو په اوږدو کې ٨٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه وايي چې په ياده ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته يې مرستندويه ځواکونه استولي او ډير ژر به دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي.
والي وايي چې د وازې خوا ولسوالۍ له طالبانو سره د ګاونډيو ولايتونو ترڅنګ له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم مرستې کيږي.
دغه راز د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل چې تېره شپه هم په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP