Language

د غزني په اندړو کې سیمه ییز پولیس د پیسو لپاره د خلکو ښځې برمته کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۶ لړم ۹۴): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې يو شمېر سيمه ييز پوليس له دې ولسوالۍ په زور ښځې بيايي او بيا يې د پیسو په بدل کې راخوشې کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د اندړو ولسوالۍ د کابلو سيمې اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو له دې ولسوالۍ تر اوسه څو ځلې ښځې بيولې دي.

هغه زياته کړه: ((د دې خلکو زور څوک نه لري، کور ته ننوځي، مېړوښه يا ځوانه ښځه له ځانه سره بیايي چې ورپسې ورشې بيا وايي چې درې لکه کلدارې راوړه بيا يې پرېږدم او تر څو چې پيسې ورنه کړې، نه يې پرېږدي.))

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي خيال محمد هم پژواک ته وويل چې سيمه ييزو پوليسو تر اوسه د دې ولسوالۍ له کابلو او کجري سيمو څخه ځو ځلې ښځې بيولې دي.

هغه وويل: ((پلار ولاړ وي، لور يې ترینه یوسي، ایا دا وحشت نه دى؟ ظلم نه دى؟ موږ ورته انسانان نه ښکارو؟ کفر هم داسې نه کوي.))

د خيال محمد په وينا، ډېری خلک نه شي کولاى چې خپلې ښځې روغتون ته د درملنې په موخه بوځي ځکه سيمه ييز پوليس په لارو کې ولاړ وي او ښځې ترې بيايي.

هغه زياته کړه: ((څوک چې ږيره ولري، اربکيان ورته وايي ته طالب يې نو ښځه يې له ځانه سره وړي او بيا يې د پيسو په بدل کې بېرته خوشې کوي.))

يادو کسانو له حکومته په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت او ورانکارو سيمه ييزو پوليسو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له لوري زور زياتى تاييدوي.

هغه پژواک ته وويل: ((زه اسناد او فلمونه لرم چې دا خلک د خلکو پر ناموس تجاوز کوي، د دې ډلې دوه کسان يو رحمت او بل يې نورمحمد نومېږي او دوى سره نور کسان هم دي، زه يې همداسې نه پرېږدم یا به وژل کېږي یا به زندان ته ځي.))

امرخېل وايي چې يو شمېر سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو په اندړو ولسوالۍ کې زور زياتی پيل کړی نو خلک يې هم بايد پر وړاندې اقدام وکړي.

هغه زياته کړه: ((دا زما دنده ده چې د خلکو له ناموس نه دفاع وکړم خو زه د اندړو خلکو ته وايم چې زما له خوا تاسو ته اجازه ده هر هغه څوک چې پر تاسو ظلم کوي، ويې وژنئ.))

login or register a new account.