مزارشريف (پژواک ٢٧ لړم ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کرنيزو توليداتو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندراتون د بلخ د سوداګريزو خونو له خوا د جرمني د GIZ موسسې په ملاتړ د راتلونکو دوو ورځو لپاره د دغه ولايت په کرنې رياست کې پرانيستل شو.
په نندارتون کې ۳۵ غرفې اېښودل شوې چې په کې له کرنيزو او د مالدارۍ له محصولاتو توليد شوي خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شول.
په دغو توکو کې غنم، اوړه، بسکټ، چارمغز، مميز، وچ توت، بادام، شات، زعفران، لبنيات، مشروبات او دې ورته نور سلګونه خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شول.
د بلخ د سوداګرۍ خونې وويل چې ياد نندارتون يې د کورنيو توليداتو د پرمختيا او ودې لپاره جوړ کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې په نندارتون کې ډېری اېښودل شوي خوراکي توکي د بلخ له محصولاتو توليد شوي دي.
د هغه په وينا، ياد نندارتون ته پر عامو خلکو سربېره، سوداګر او ډونران هم د GIZ موسسې په مرسته رابلل شوي دي.
د رستم بارز د خوراکي توکو شرکت مسوول ذبيح الله چې په ياد نندارتون کې يې د خپل شرکت خوراکي توکي نندارې ته ايښي وو، پژواک ته وويل چې په دغه ډول نندارتونو کې د دوی برخه اخيستل د دې معنا ورکوي چې کورني توليدات د ودې په حال کې دي.
login or register a new account.