Language

دوامدارې جګړې د وازې خوا اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ  کړي

ښرنه(پژواک،٣٠لړم٩٤): د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له درېيو اوونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روان ده چې له امله يې خلک د خوراکي توکو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيکا ولايت د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکو دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د دې ولايت والي امين الله شارق هم  په کې ګډون درلود.

په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ قومي مشر منصور وازېخوا وال وويل چې له تېرو ٢٢ ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه وايي چې ددې جګړې له امله د دغې ولسوالۍ ټولې لويې لارې له مرکز ښرنې او نورو ولسواليو سره تړل شوې دي.

ده زياته کړه: (( په دې موده کې امنيتي ځواکونو ته نور کمکي ځواکونه ونه لېږل شول، نو ځکه د ولسوالۍ ډيرې سيمې طالبانو ونيولې.))

د منصور په وينا، په دې ولسوالۍ کې د همدې جګړو له امله خلک د خوراکي او نورو توکو له کمښت سره مخ دي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي ګل باز پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

هغه وايي: (( جګړه اوس هم په ځينو سيمو کې په وقفه يي ډول روانه ده  او ددې ولسوالۍ ډيرى اوسېدونکي د خپلو امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيږي.))

د ګل باز په اند، امنيتي ځواکونو ته د مرستندويه ځواکونو نه رسېدل، د وسلې کمښت او د هوايي ځواک نشتوالى په دې ولسوالۍ کې د جګړې د غځېدو لامل دي.

د دغې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ او مواصلاتي لارې يې خلاصې کړي.

په دې غونده کې د پکتيکا والي امين الله شارق وويل چې حکومت اړينې هڅې کوي ترڅو په دې ولسوالۍ کې امنيت تامين کړي.

login or register a new account.

Related Topics