اسعداباد (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٤): د کونړ ولايت لسګونو قومي مشرانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د شخصي ملېشو له جوړولو سره مخالفت وکړ.
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل، د دې پرځای چې يوشمېر کړۍ د شخصي ملېشو جوړولو لپاره هڅې کوي، بايد افغان حکومت او ملي امنيتي ځواکونه تقويه او ملاتړ يې وکړي.
دغه غونډه چې د ليندۍ په ٧مه، د ولايت په مرکز اسعد باد ښار کې جوړه شوې وه، په کې د لسګونو قومي مشرانو په ګډون ګڼ شمېر خلکو برخه اخيستې وه.
قومي مشر يارملا خان غونډې ته وويل، د ملېشو په جوړولو سره نه يواځې امنيت نه ډاډمنېږي، بلکې شخصي ملېشې به لا د افغان قوم ترمنځ ژبني، قومي، نژادي او ان مذهبي اختلافاتو ته نوې لار پرانېزي.
هغه زياته کړه، افغان ولس ته په کار ده، چې د امنيتي ځواکونو ملا وتړي، څو لا د دې جوګه شي چې د امنيت د ټينګښت او شته ستونزو د له منځه وړلو لار ومومي.
د دې ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر حاجي زرګل بيا وايي، هغه څوک چې په هېواد کې خپلسرې وسله والې ډلې يا ملېشې رامنځته کوي، هغه د دې هېواد دګټو لپاره نه، بلکې د پرديو هېوادونو د ګټو د ساتلو لپاره کار کوي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې د دې ډول هڅو او کړنو مخه دې ونيول شي او د افغان ځواکونو په مټ دې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.
د ملک شېرخان په نامه د وټه پور ولسوالۍ بل قومي مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې افغان امنيتي ځواکونه د دې خاورې رښتينې اتلان وبلل او زياته يې کړه، هر هغه څوک چې د هېواد، خاورې او خلکو د ساتلو توده جذبه لري، د افغان امنيتي ځواکونو ليکې دې پياوړې کړي او له همدغې مشروع لارې دې د هېواد امنيت ډاډمن کړي.
د کونړ د ولايتي شورا رييس جمال الدين سيار وويل، افغان دولت ته په کار دي چې په هېواد کې د هرې هغې کړنې او توطيۍ مخه ونيسي، چې د ولس لپاره له ستونزو او دردونو ډکې پايلې لري.
د نوموړي په خبره، اوسمهال په هېواد کې داسې حرکتونه تر سترګو کېږي چې نه د افغانستان او نه هم د افغانانو په ګټه دي.
د هېواد په کچه د شخصي ملېشو د جوړولو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه هله زيات شول، چې په ځينو ولايتونو کې د خپلسرو وسله والو ډلو او يا ملېشو د جوړولو عملي هڅې راڅرګندې شوې.
تېره اونۍ په ننګرهار ولايت کې هم سلګونو کسانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له شخصي ملېشو سره مخالفت ښودلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن