مزارشريف (پژواک، ۸ ليندۍ ۹۴): په شمال کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا زرګونو بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو ته د ژمنيو مرستو په لړ کې د نغدي مرستو لړۍ پيل شوه.
دغه لړۍ د ليندۍ په ۸مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې ۴۲۶ بېځايه شوي ته د نغدي مرستو په ورکولو پيل شوه.
په مزارشريف کې د بېځايه شوو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مسوول ريچارد ايويلا (Richard Ewila) د يادو مرستو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د شمال زون په نهو ولايتونو کې نږدې ۱۰۰ زره کسان بېځايه شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د بې ځايه کېدو دغه لړۍ د تېرو کلونو په پرتله خورا زياته ده.
د هغه په وينا، دوی په دې برخه کې د شمال زون په نهو ولايتونو کې له ۷زره کورنيو سره د ژمنيو مرستو په لړ کې نغدې مرستې کوي.
ريچارد وويل چې په دغو کورنيو کې ۴۹۰۰ کورنۍ د شمال ختيځ زون له بغلانه تر بدخشانه او ۲۱۰۰ کورنۍ د شمال زون له سمنګان څخه تر فارياب پورې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه چې له هرې بېځايه شوې کورنۍ سره ۱۰۰امريکايي ډالر مرسته کېږي.
د هغه په وينا، دغه لړۍ يې نن بلخ ته له بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو څخه پيل کړه.
login or register a new account.