Language

“د پکتیکا نجونو ته دې د زده کړو زمینه برابره شي”

ښرنه (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا د ښځو چارې مشرې له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د هلکانو په څېر دې په دغه ولايت کې نجونو ته هم د زده کړو زمينه برابره کړي.

د پکتيکا د ښځو چارې مشرې بي بي هوا خوشيوال دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د ليندۍ په ٨مه په دغه ولايت کې د يونيسف نړيوالې موسسې له خوا جوړه شوې وه.

مېرمن خوشيوال وويل چې په دغه ولايت ډېری نجونې له زده کړو محرومې دي او بايد د نارينه و په څېر نجونو ته هم د زده کړو زمينه برابره شي.

هغې زياته کړه: ((زده کړې په هر نارينه او ښځينه مسلمان فرض دي، نو ځکه ښځو ته دې هم زمينه برابره شي.))

نوموړې وايي، چمتو دي چې د زده کړو د زمينې د برابرولو په برخه کې له اړوندو ارګانونو سره مرستې وکړي.

د پکتيکا د سروبې ولسوالۍ يوې ښوونکې سيمينې ګل وويل چې د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو تر څنګ د مرکز په ځينو سيمو کې هم نجونو ته د زده کړو زمينه برابره نه ده.

هغې زیاته کړه: ((په دغه ولايت کې د نا امنۍ، کلتوري محدوديتونو او د دولت نه پاملرنې له امله د دغه ولايت ډېرې نجونې بې زده کړو ګرځي.))

سيمينه ګل له حکومت څخه د نجونو  زده کړې ته د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل چې تل يې هڅه کړې تر څو نجونو ته هم د زده کړو اړينه زمينه برابره کړي.

هغه وويل: ((هغه مېرمنې چې وغواړي په دغه ولايت  کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي، له ٦ سوه څخه تر زر ډالرو پورې به مياشتنې تنخوا ورکړو.))

دغه راز د پکتيکا والي امين الله شارق هم وويل چې وروستۍ هڅې کوي تر څو په دغه ولايت کې د نارينه و په څېر ښځې هم زده کړې وکړي.

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې چې په دغه ولايت کې د ٢٥زرو په شاوخوا نجونې پر زده کړو بوختې دي.

login or register a new account.

Related Topics