Language

بلخ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د نيولو امر شوی

مزارشريف (پژواک، ۸ ليندۍ ۹۴): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې پر يوه کور د بريد په تړاو د چاربولک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان د نيولو امر يې کړی دی.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د ليندۍ په ۸مه د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په تړاو په خبري ناسته کې وويل چې دوه ورځې وړاندې په دولت اباد ولسوالۍ کې د يوې امنيتې پېښې په تړاو د اسد په نوم د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د نيولو امر کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د چاربولک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد د دولت اباد ولسوالۍ په ناوې سيمه کې د مولوي خيرالدين پر کور حمله کړې وه چې په پايله کې د يادې کورنۍ دوه کسان ووژل شول او درې مېرمنې ټپيانې شوې وې.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سادات د يادې پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې د پېښې زيانمنو د چاربولک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان اسد د يادې پېښې د ترسره کولو تور لګولی دی.

نوموړي زياته کړه چې له همدې امله د ياد قوماندان د نيولو امر يې صادر کړی او د پېښې د څېړلو په تړاو يې سيمې ته پلاوی هم استولی دی.

پاسوال سادات په روانه اونۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي خبر هم ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې د روانې اونۍ په اوږدو کې ۴۸ کيلوګرامه هيروين، چې په لس سلنډه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د دغو هيروينو د قاچاق په تړاو څلور کسان هم نيول شوي دي.

همداراز ۵ کيلوګرامه چرس نيول شوي چې په تړاو يې دوه کسان د قاچاق په تور نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics