ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې دوه بهرني جنګيالي ووژل شول

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې دوه بهرني جنګيالي ووژل شول

author avatar
30 Nov 2015 - 17:41
د بې پيلوټه الوتکې بريد کې دوه بهرني جنګيالي ووژل شول
author avatar
30 Nov 2015 - 17:41

اسعداباد (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې دوه بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د چپې درې په سليمان شاه سيمه کې د غوڅ ملاتړ ماموريت بې پيلوټه الوتکې بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دې بريد کې دوه بهرني جنګيالي وژل شوي دي.

د سيمې يو اوسېدونکى روح الله هم وايي، چې په ياده سيمه کې بهرني وسله وال مېشت او نن ماسپښين ورباندې بمبار شوى، چې له امله يې دوو تنو په کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.