Language

د خيرکوټ اوسېدونکي: دولت دې د سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي

ښرنه (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دولت دې د سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي او ولسي ملاتړ دې ترلاسه کړي، ترڅو په ټول هېواد کې امنيت خوندي شي.

دغه خبرې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو په هغې غونډه کې وکړې، چې د پکتيکا د والي له لوري د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د سولې، امنيت او ولسي ملاتړ په موخه رابلل شوې وه.

د خيرکوټ قومي مشر حاجي زرخان په دې اړه وويل، په دې ولسوالۍ کې قومي جوړښتونه شته، چې له امله يې په ټوله ولسوالۍ کې امنيت خوندي ساتل شوی دی.

هغه وايي: ((دولت دې د سولې پروسې ته لومړيتوب ورکړي او داسې کسان دې په دې پروسه کې په دندو وګوماري، چې د ټولو هېوادوالو استازيتوب وکولی شي او په جنګ جګړو يې لاسونه سره نه وي.))

د ده په وينا، په دې ولسوالۍ کې ولس د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ دی او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ګډوډ کړي.

د خيرکوټ يو بل قومي مشر بهاول خان وايي، په دې ولسوالۍ کې د دولتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي شته او د ولس او دولت ترمنځ شته واټن هم د دې ولسوالۍ د قومي جوړښتونو په شتون کې له منځه تللی دى.

هغه زياته کړه، دولت دې د دې ولسوالۍ هغه کلينيک چې د امريکا  متحدو ايالاتونو نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري د ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی، ګټې اخيستنې ته وسپاري او دولت دې د ولس ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو په ټول هېواد کې د سولې او امنيت لپاره لار خلاصه شي.

د دې ولسوالۍ يو بل مخور وکيل نظرګل وويل چې د خيرکوټ امنيت د امنيتي ځواکونو ترڅنګ مېشتو ولسونو تامين کړی او د دې سيمې اوسېدونکي به بيا هم د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

نوموړي په دولت غږ وکړ، چې د سولې د ټينګښت لپاره دې د دې پروسې په مشرۍ کې مهمې او منل شوې څېرې را وړاندې کړي او هغه څوک چې د هېواد د ورانولو هوډ له لري، د سولې د پروسې د ملاتړ هيله دې نه ترې لري.

د پکتيکا والي امين الله شارق د دې ولسوالۍ د ولسونو د قومي جوړښت، له دولت سره ملاتړ او وطني مينې ستاينه وکړه او زياته يې کړه، د دې سيمې اوسېدونکو تل د خپلو وينو په نذرانه کولو سره د خپلې ولسوالۍ امنيت خوندي کړی دى.

هغه په خلکو غږ وکړ، چې خپل زامن او وروڼه دې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ودروي او هېچاته دې د دې اجازه نه ورکوي، چې په سيمه کې امنيت ګډوډ کړي.

دى وايي، د دې ولسوالۍ کلينيک به ډېر ژر ګټې اخيستنې وسپارل شي او د دې ولسوالۍ لپاره به د بيارغونې په يو شمېر پروژو هم کار وکړي.

login or register a new account.

Related Topics