Language

د يوه قوماندان په ګډون د ١٢ طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

ښرنه (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٤): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان زړور زاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په پایله کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان عبدالله په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.

ده زياته کړه، د دغو عملیاتو پلان په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو له خوا جوړ شوی و او نیول شوي پنځه کسان هم بهرنیو ځواکونو بګرام ته وړي دي.

د هغه په خبره، دا عملیات د ګیان په میدان کوټ سیمه کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه او یو شمېر نورې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics