هرات- خوست (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): په هرات ولايت کې د يو موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او نهه نور ټپيان دي بلخوا په خوست ولايت کې د بمي چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شوي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د چشت ولسوالۍ پر لويه لار يو مسافر وړونکی موټر چپه شوى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې د هرات د ولايتي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومان په ګډون ١١ تنه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې له دې پېښې څخه تر اوسه دوى ته ٦ ټپيان انتقال شوي چې روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دى.
ده وويل چې دغه ډول پېښې د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
د يو بل خبر له مخې، په خوست ښار کې يوې بمي چاودنې دوه ملکي کسان ټپيان کړل.
دغه چاودنه د ليندۍ په ١٦مه د يوولسو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار په شمالي څنډه کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون ته څېرمه د ګازو په يوه دوکان کې شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د خوست امنيې قومندانۍ د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د ګازو په دوکان کې د بم چاودنه شوې چې له امله يې د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مدير ورور ژوبل شوی دی.
سرچینې زياته کړه چې له پېښې وروسته ټپيان په بېړه روغتون ته انتقال شول، خو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوی.
د پېښې يوه عيني شاهد حميدالله پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ګاز د دوکان په داخل کې وشوه او له هغې وروسته پوليس د پېښې سیمې ته راغلل او دوه کسه ټپيان يې روغتون ته انتقال کړل.
حميدالله وويل: ((چاودنه ډېره زوروره وه، موږ يې سخت وډار کړو، دوه نفره زخميان شول، چې پولیسو روغتون ته يوړول.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن