ګردېز(پژواک،١٦ليندۍ٩٤): په پکتيا کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر چارواکي وايي چې په دې زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېرکال په پرتله ٧ سلنه لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې په پکتيا کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د ښځو د برخې مشرې زرمېنې شمس د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغې وويل چې په تېرو نهو مياشتو کې په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې ١٥٠ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په وينا، دغه شمېره د تېرکال په پرتله اووه سلنه زياتوالى ښيي.
د شمس د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې ٧٩ وژنې او ځان وژنې، ٩ د جنسي تېري، ١٤اقتصادي موضوعات، ٣٣ په زور ودونه او وهل شامل دي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل هم وويل چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډيرې شوې دي.
خو هغې وويل چې په دغه ولايت کې ښځو په ټاکنو کې د برخې اخيستنې ترڅنګ په نورو چارو کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
دغه راز په دغه ولايت کې د ټاکنو د سيمه ييز کمېسيون مشر محمد ظاهر اکبري هم وويل چې په ټولنيزو چارو کې د ښځو ونډه ډيره شوې خو اوس يې هم پر وړاندې ځينې کولتوري ستونزې پرتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن