مزارشريف (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۴): د بلخ د ځينو سيمو کوچيان وايي چې د ژوند بېلابېلې ستونزې يې د مالونو د څرځايونو له غصبېدو سرچينه اخلي.
دوی وايي چې په بلخ ولايت کې زرګونو جريبه څرځايونه لري چې له تېرو څو کلونو د زورواکو له خوا غصب شوي او حکومتي چارواکي يې هم پر وړاندې بې وسه دي.
د دغه ولايت له څوارلسو ولسواليو په چمتال، چاربولک، شولګر، کشندې، خلم، زارع، بلخ، نهرشاهي او دولت اباد ولسواليو کې کوچيان مېنې او څرځايونه لري.
د شولګر ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل عرب خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نږدې ۳۵۰۰ کورنۍ کوچيان مېنې لري چې ټول به يې شاوخوا ۳۰زره مالونه ولري.
نوموړي زياته کړه چې د مني په موسم کې کوچيان له لرو سيمو بېرته خپلو اصلي سيمو ته راځي چې دمګړۍ له يادو کورنيو څخه يې ډېری بېرته راغلې دي.
د هغه په وينا، په سيمه کې دوی د څرځايونو د غصبېدو له امله د وښو له جدي کمښت سره مخ دي چې له امله يې د ژمي ساړه موسم ته اندېښمن دي.
عرب خان وويل چې تېر کال يې د وښو د کمښت له امله ۱۲زره مېږې له منځه تللې دي.
نوموړي زياته کړه چې يوازې د شولګر نه، بلکې د بلخ د ټولو کوچيانو جدي ستونزه د دوی د څرځايونه غصبېدل دي.
د هغه په وينا، د شولګر ولسوالۍ په بهرام ګور، بهرام شاه، يک کنده، صدمېش شولګر او اغصای سيمو کې د کوچيانو تر ۵۰زره جريبه ډېر څرځای غصب شوي دي.
عرب خان وويل چې دمګړۍ هم له ځينو زورواکو غاصبينو سره په محکمو کې دعوې لري؛ خو له تېرو څو کلونو يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل اخترمحمد کوچي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم د کوچيانو نږدې ۳زره جريبه څرځای غصب شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په د يادې ولسوالۍ د البرز غرونو په لمنو او د صدمېش په دښته کې د کوچيانو څرځايونه ډېر غصب شوي دي.
login or register a new account.