Language

“په غزني کې د امنیتي ځواکونو ناسم چلند د مخالفینو لیکې پياوړې کړې”

غزني ښار (پژواک، ۱۹ لیندۍ ۹۴): د غزني د سولې شورا چارواکي او ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو ناسم چلند د سولې د راتګ مخه ډپ کړې ده، خو امنيتي چارواکي بيا دغه ادعا نه مني.

په غزني کې د سولې عالي شورا د سیمه يیز دفتر مشر خلیل الله هوتک د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غزني ښار او ځينو ولسواليو کې يو شمېر امنيتي ځواکونه له خلکو سره سم چلند نه کوي.

هغه زياته کړه: ((د همدغه ناسم چلند له امله ډېرى ځوانان دې ته اړ شوي چې د دولت پر وړاندې وسله واخلي او کومو کسانو چې غوښتل د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، دغه ناسم چلند يې چې ليدلى پېښمانه شوي دي.))

د هوتک په وينا، يو شمېر امنيتي سرتېري د عملياتو پر مهال له وسله والو مخالفينو سره او د پلټنو پر مهال له عامو خلکو سره ناسم چلند کوي.

هغه وايي: ((په غزني کې زموږ ستونزه دا ده چې په ولسوالیو کې مو یو شمېر چارواکي د مخالفینو د جذبولو اهلیت نه لري، امنیه قوماندانان، سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون کسان خلک ځوروي، بې ګناه خلک وژني، وهي يې او په شخصي زندان کې يې اچوي، او له موږ سره هېڅ ډول همکارې نه کوي.))

دى وايي چې د غزني په ولسواليو کې يو شمېر کسانو پلان درلود چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي خو کورنۍ يې د حکومت له لوري وځورول شوې نو ځکه يو ځاى نه شول.

ده وويل: ((په دغه ولايت کې يو شمېر امنيتي ځواکونه هغه کسان چې اوږدې ږيرې لري، لونګۍ يې په سر وي او يا يې هم کليوالي جامي پر ځان وي، ځوروي يې.))

دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي نعيم الله هم وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر امنيتي سرتېري له خلکو سره ناسم چلند کوي.

هغه وايي: ((زه په اندړو کې دوکان لرم خو چې کله ښار ته راځم امنیتي ځواکونه راته وايي چې ته طالب يې او کله نا کله وار هم راباندى کوي.))

د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى محمداکرم وايي چې د لارو په اوږدو کې امنيتي سرتېري له خلکو په زور پيسې اخلي.

دى وايي: ((که پيسې ورنه کړې، نو بيا دې وهي، نو څنګه به اوس طالب راشي او له دې حکومت سره به يو ځاى شي چې دا حکومت له خپلو خلکو سره سم چلند نه کوي نو له طالب سره به څنګه سم چلند وکړي.))

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل بيا وايي چې امنيتي سرتېري له خلکو سره بد چلند نه کوي.

login or register a new account.