کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٤): د ناټو عمومي سرمنشي مرستيال کابل ته د خپل سفر پر مهال له ځينو لوړپوړو افغان چارواکو سره د ليدنې پر مهال ويلي، دغه سازمان له افغانستان څخه دوامداره ملاتړ ته ژمن دى.
د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناټو) د عمومي سرمنشي عملياتي مرستيال پاتريک تورنر، نن په جلا-جلا ناستو کې د بهرنيو چارو له وزير او د هېواد د ملي امنيت له سلاکار سره کتلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې صلاح الدين رباني د ناټو له ياد چارواکي سره د ناستې پر مهال د افغانستان لپاره په بروکسل کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو وروستۍ غونډه له لاسته راوړنو ډکه وبلله.
د بهرنيو چارو وزير د راتلونکي کال تر پايه پورې په افغانستان کې د ناټو له پرېکنده ملاتړ ماموريت غځول او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د نړيوالې ټولنې د مالي ملاتړ د راجلبولو لپاره د ناټو د هڅو ژمنه او افغانستان کې د دوى د شتون لپاره د پروګرام له جوړونې مننه وکړه.
پاتريک تورنر هم له افغانستان سره د دوامداره ګډون لپاره د ناټو پر ژمنو د ټينګار او له افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل، دغه سازمان به له افغانستان سره يو ځاى هڅه وکړي، څو د پولنډ په پلازمېنه وارسا ښار کې د ناټو سازمان د مشرانو راتلونکې غونډه د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
د هېواد د ملي امنيت سلاکار دفتر هم ويلي، د ناټو عملياتي مرستيال له محمد حنيف اتمر سره د ليدو پر مهال د پرېکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د ناټو ځواکونو د فعاليت دوام د څرنګوالي په اړه له ٢٠١٦ زېږديز کال وروسته د دغه سازمان د ژمنو او د هغه عملي چوکاټ په اړه خبرې اترې کړې دي.
اتمر د دې خبرې له څرګندولو سربېره چې د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د بيا راولاړېدو په حال کې دي؛ د پرېکنده ملاتړ ماموريت له لوري د تجهيز، سلا او روزنې په برخه کې د ځواکونو پر وړتيا ټينګار وکړ.
اتمر څرګنده کړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګډه په ځانګړي ډول د ګاونډيو هېوادونو همکاري ډېره مهمه او حياتي ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP