Language

په خوست او مزار کې چاودنو ځيني کسان ټپيان کړي

خوست ښار- مزارشريف (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): په خوست او مزارشريف ښارونو کې د چاودنو له امله د يوه پوليس افسر په ګډون څو تنه ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د خوست ښار حلقوي سړک اړوند د برېښنا سب سټېشن د پوليسو پر يوه موټر چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د چټک غبرګون د ټولي يو قوماندان نجيب الله برسېرن ټپي شوى دى.

خو د  افسرالله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې ده په سيمه کې دوه ټپيان ليدلي چې روغتون ته يې ولېږدول.

بلخوا د غرمې شاوخوا يوه بجه د بلخ د مرکز مزارشريف ښار اړوند سيمه کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجاني دراني پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د الکوزي مارکېټ ترڅنګ شوې چې له امله يې يو تن ټپي شوى دى.

خو د سليم په نوم يوه عيني پژواک ته وويل، تر دريو زيات ټپيان يې ليدلي چې په کې پوليس او عام وګړي شامل وو.

د يادونې ده، د الکوزي مارکېټ ته نږدې نن د افغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ د خبرو اترو نړيوال کنفرانس هم پيل شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics