مزارشريف (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۴): د شمال زون د ملي پيوستون پروسې مسوولين وايي چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ۳۰ ټولګټې پروژې بشپړې شوې.
په مزارشريف ښار کې د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوول احمد فريد سعادت د لېندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې بېلابېلې ۳۰ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
نوموړي زياته کړه چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا په ۷۴ ميليونه او ۲۷۶زره افغانيو په لګښت بشپړې شوې چې لس سلنه په کې د سيمو د خلکو ونډه ده.
د هغه په وينا، په يادو پروژو کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو ودانۍ، د ۷ ښوونځيو ودانۍ، په ۳۹۰ متره اوږدوالي د يو ښوونځي د انګړ دېوال او د کرنيزو اوبو د وېش ۱۵۶ پايې شاملې دي.
سعادت وويل چې له يادو پروژو د دولت اباد ولسوالۍ د ۳۰ کليو کابو ۹۸۷۱ کورنۍ ګټه اخلي.
د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جميل پژواک ته وويل چې د يادو پروژو په بشپړېدو د دوی ځينې پوهنيزې او ټولنيزې ستونزې حل کېږي.
خو نوموړي زياته کړه چې دوی په سيمه کې د کرنيزو چارو تر سره کېدو ته ډېره اړتيا لري.
د هغه په وينا،که چېرې له دې وروسته په کرنيزه برخه کې بېلابېلې پروژې پلې شي نو ګټه به يې ډېره وي.
د شمال زون د ملي پيوستون مطبوعاتي مسوول سعادت وويل چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروسې تر پوښښ لاندې دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو کليو کې ۲۱۰۴ بېلا بېلې ټولګټې پروژې بشپړې شوې او ۲۰۰ نورې تر کار لاندې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن