غزني ښار(پژواک،۳۰ليندۍ۹۴): د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ملکي روغتون ځينې ډاکټران په دې روغتون کې د ناروغانو درملنه نه کوي او خپلو شخصي کتنځايونو ته يې ور بولي.
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله د ليندۍ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل شاوخوا يوه اوونۍ کېږي چې خپل ناروغ يې ملکي روغتون ور وړى خو ډاکټران يې درملنه نه کوي او خپل شخصي کتانځايونو ته يې ورغواړي.
هغه زياته کړه : (( کله چې ناروغ ملکي روغتون ته راوړې نو ډاکټران يې ناروغي نه تشخيصوي ، د پيسو لپاره يې په شپو شپو ځنډوي او ناروغ اړ باسي چې شخصي کتنځای او يا يې هم کلينيک ته ورشي.))
هغه دا هم وويل چې د دې ولايت په ولسواليو کې د ناروغانو سمه درملنه نه کيږي، نو خلک اړ دي چې خپل ناروغان د غزني ښار ملکي روغتون ته يوسي.
دغه راز د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل : (( پنځه ورځې کيږي ملکي روغتون ته راغلى يم، ډاکټران زما ناروغ نه عمليات کوي راته وايي چې معاينه خانې ته يې ورشم.))
هغه وايي چې تر دې وړاندې يې خپل ناروغ د غزني ښار څو شخصي کلينيکونو ته هم بيولى خو درملنه يې نه ده شوې.
ده وويل: (( نه په ملکي روغتون او نه هم په شخصي کلينيکونو کې سم ډاکټران شته ټول يواځې په ناروغانو تجارت کوي.))
د غزني د ده يک ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالله هم د ملکي روغتون له ډاکټرانو سرټکوي او وايي د دې پر ځاى چې ډاکټران خلکو ته خدمت وکړي سوداګري يې پيل کړې ده.
دى وايي: (( هر ډاکټر په بازار کې شخصي کتنځاى لري، دولتي روغتونونو ته ډير لږ راځي او چې دولتي روغتون ته راشي نو بيا ناروغان خپلو شخصي کتانځايونو ته وربولي.))
دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع هم پژواک ته وويل چې د غزني په ملکي روغتون کې ډيرې ستونزې شتون لري.
ده هم وويل چې د غزني د ملکي روغتون ډيرى ډاکټران ناروغان د شخصي ګټو په موخه خپلو شخصي کتانځايونو ته وربولي.
ده وويل: (( دا کار د غزني د خلکو په حق کې لويه جفا ده.))
login or register a new account.