مزارشريف (پژواک ۳ مرغومی ۹۴) :د بلخ ولايت د استېناف څارنوالۍ مسوولين وايي، چې د سيمه ييزو زورواکو لاسوهنه يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دوسيو په څېړلو کې ستر خنډ دی.
دغه څرګندونې د بلخ د استېناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې څارنوالې مېرمن فوزيه حميدي د مرغومي په ۳مه،په مزارشريف ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې په تړاو د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
مېرمن حميدې وويل، چې يو څارنوال د ځينو زورواکو او واسطو د شتون له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر دوسيو په خلاص لاس کار نه شي کولی.
نوموړې زياته کړه، چې د روان کال د وري له لومړۍ نېټې تر دې دمه له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۰ پېښې ثبت شوې دي.
د هغې په وينا، په دغو پېښو کې ډېری يې ناموسي وژنې، جنسي تېري، په کم عمر کې واده او بد ورکول دي.
مېرمن حميدې وويل، چې په دغو پېښو کې يې ۴۸ د بلخ استېناف ته لېږل شوي، چې د ۳۰ پېښو وروستۍ پرېکړې اورول شوې دي.
همداراز د۳۰ نورو پېښو دوسيې د دې په خاطر تړل شوي، چې د تاوتريخوالي ښکار شوو مېرمنو مقابل لوري ته د کورنيو د ناستو له امله بښنه کړې ده.
د بلخ د استېناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې څارنوالې مېرمن فوزيه حميدې وويل، چې په ولسواليو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اړوند دوسيو په څېړلو کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړې زياته کړه: ((د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي هغه دوسيې، چې له ولسواليو موږ ته رسېږي، د څېړلو پر وړاندې يې ځينو ټوپک لرونکو، زورواکو او قوماندانانو زموږ لار نيولې ده.))
د هغې په وينا، تر دې چې د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ او جنايي مسوولين د همدې زورواکو له امله نه شي کولی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ځينې پېښې د بلخ استېناف څارنوالۍ ته وسپاري.
مېرمن حمېدې وويل، چې که په دغسې حالاتو کې قانون پلی شي، نو ښکاره ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې به کمښت را شي.
نوموړې د بلخ په ګډون په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د روانې لړۍ ستر لامل د امن او ثبات نشتوالی په ګوته ک You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.