Language

له بلخ څخه هره ورځ سل کسان  بهرنيو هېوادونوته  ځي

مزارشريف (پژواک، د مرغومى ۳مه ۹۴): د ټولنيزو مسايلو ټولنې وايي، چې هره ورځ له بلخ ولايت څخه لږ تر لږه ۱۰۰ کسان بهرنيو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپا ته له قانوني او غير قانوني لارو ځي.

خو د بلخ ولايت دولتي چارواکي که څه هم په دغه ولايت کې د انساني قاچبرانو شتون مني او د بې کارۍ له امله له هېواده د ځوانانو د تېښتې پخلی هم کوي؛ خو هره ورځ له دغه ولايت څخه د سل ځوانانو وتل په کلکه ردوي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د خط نو په نامه د څېړنيزې ټولنې مشر عبدالقادر مصباح د مرغومي په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال له پيله له بلخ ولايت څخه د ځوانانو د وتلو په اړه څېړنه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د خپلو اړيکو، سيمه ييزو سروې ګانو او مرکو له لارې تر دې دمه معلومه کړې، چې د بلخ ولايت په ولسواليو کې په ګروپي ډول انساني قاچاقبران په فعاليت اخته دي.

همداراز په مزارشريف ښار کې د بهرنيو ملکونو د قونسلګريو څنډو ته انساني قاچاقبران بهرنيو ملکونو ته د ځوانانو د بې لارې کولو په هڅو کې دي.

مصباح زياته کړه: ((تر دې دمه زموږ څېړنه ښيئ، چې له بلخ ولايت څخه په قانوني او غير قانوني لارو هره ورځ لږ تر لږه سل ځوانان بهر ملکونو په ځانګړې توګه اروپايي ملکونو ته قاچاق کېږي.))

محمد امين د مزارشريف ښار اوسېدونکی دی، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې اروپايي ملکونو ته د تګ لپاره شپې ورځې شماري.

نوموړي پژواک ته وويل، چې له دوولسم ټولګي څخه فارغ دی، هڅه کوي چې کوم اروپايي هېواد ته لاړ شي او د زده کړو تر څنګ د کار زمينه هم ځان ته برابره کړي.

امين په غير قانوني لارو په قاچاقي توګه د خپل تګ د تابيا په اړه وويل، چې په قانوني توګه د تلو وس نه لري؛ نو د بې کارۍ له امله مجبور دی  چې له همدې لارې لاړ شي.

نوموړي زياته کړه: ((زه اول ځان ايران ته رسوم او له هغه ځايه بيا ترکيې ته د اروپا په نيت له قاچاقي لارو ځم.))

د هغه په وينا، له قاچاقبر سره يې خبره کړې، که له افغانستانه ورسره ځي؛ نو ۱۵زره ډالر او که له ايرانه ترکيې ته ځي نو بيا څه باندې ۱۰۰۰ ډالر لګښت ورباندې راځي.

امين وويل، چې له همدې امله دی لومړۍ ايران ته ځان رسوي او بيا له هغه ځايه د قاچاقبر په مرسته ترکيې ته روانېږي.

login or register a new account.

Related Topics