Language

په بلخ کې د اوبو لسګونه زېرمې جوړې شوې

مزارشريف (پژواک ۶ مرغومی ۹۴): په شمال زون کې د باغونو د کرنيزو اوبو د کمښت د پوره کېدو په موخه د طبيعي اوبو د زېرمه کېدو لپاره سلګونه زېرمې جوړې شوې دي.

د دې زېرمو له ډلې څخه د مرغومي په ۶مه، ۵۰ يې په بلخ ولايت ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

په شمال زون کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم جباري د دغو زېرمو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه زون کې يې د طبيعي اوبو د ساتنې ۲۵۸ زېرمې جوړې کړې، چې د بېلګې په توګه نن په بلخ کې يوشمېر  رسما پرانيستل شوې.

نوموړي زياته کړه، دغه زېرمې د شمال زون په بلخ، سمنګان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د باغونو د کرنيزو اوبو د کمښت د پوره کېدو په موخه جوړې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په بلخ کې ۵۰، په سمنګان کې ۱۴۰، په سرپل کې ۴۰ او په فارياب کې ۲۸ زېرمې جوړې شوي، چې په جوړولو يې درې ميليونه امريکايي ډالره لګول شوي دي.

جباري وويل، هره جوړه شوې زېرمه ۵۰۰متر مکعب اوبه ساتلی شي، چې په دوبي موسم کې به د باغونو د خړوبېدو لپاره کارول کېږي.

نوموړي زياته کړه، په شمال زون کې د ژمي په موسم کې د بارانونو او سېلابونو له امله اوبه ډېرې وي؛ خو په دوبي کې د هېواد د دغې برخې باغونه له وچکالۍ سره مخ کېږي.

د هغه په خبره، د همدې لپاره دغه زېرمې جوړې کړای شوي، چې په شمال زون کې بڼوالي لا پسې وده وکړي.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د شهاب ترکمنيه کلي اوسېدونکي بڼوال قاسم خان پژواک ته وويل، تر دې دمه په بلخ ولايت کې د بڼوالۍ په برخه کې  تر ټولو جدي ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت دی.

نوموړي زياته کړه: ((موږ چې به کله نيالګي کېښودل، ښه خواري به مو ورسره وکړه؛ خو په سرطان، اسد او سنبلې مياشتو کې چې اوبه بېخي کمې وي، ډېری نيالګي به وچ شول.))

د هغه په وينا، اوسنيو جوړو شويو زېرمو ته هيله من دي، ځکه چې يوه زېرمه له پنځو څخه تر لس  جريبه بڼ د اوبو د کمښت پر مهال خړوبولی شي.

په بلخ ولايت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې د بڼوالۍ برخې مسوول محمد غوث لنګري پژواک ته وويل، د دغو زېرمو په جوړېدو به په بلخ کې د بڼوالۍ د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

login or register a new account.

Related Topics