پل علم (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): د ملي امنيت موظفينو په لوګر ولايت کې اته ټنه چرس نیولي او وروسته یې سوځولي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د مرکز اړوند د التمور په سيمه کې اته ټنه چرس له يوې فابريکې ترلاسه کړل او وروسته یې وسوځول.
ده وويل چې د يادو نشه یي توکو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري نن پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د لوګر د مرکز اړوند له ځینو سيمو کې ٤٦٠ ټنه نور نشه يې توکي هم نيولي دي.
د سرچيني په حواله، له يادو سيمو يو موټرسایکل او د کلاشینکوف ١١ شاژورونه هم د ملي امنيت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د لوګر د والي وياند دا هم وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو د کابل- ګردېز پر لويه لار دری سوه کيلوګرامه نور نشه يې توکي هم نيولي دي.
ده وويل چې د يادو توکو د قاچاق په تور څوک نه دي نيول شوي خو يو موټر د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
د لوګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې لسګونه ټنه چرس، هيرويين او ترياک نيولي دي او په تور يې نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن