کندهار ( پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤) : امنيتي چارواکي وايي چې د کندهار په هغو څلورو ولسواليو کې يې پراخ عمليات پيل کړي چې هلمند ته څېرمه پرتې دي.
د دغو عملياتو موخه د کندهار او هلمند تر منځ د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ او د هغوى د فعاليتونو د مخنيوي په موخه پلان شوي دي.
په دې اړه د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د ولايت مقام د رسينو په مرکز کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
اطرافي وويل، د کندهار په څلورو ولسواليو (ميوند، غورک، خاکرېز او شاوليکوټ) کې يې ګډ عمليات پيل کړي چې د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه په کې برخه لري.
هغه زياته کړه، دغه عمليات به اوږدمهالې وي چې موخه يې د وسله والو مخالفينو ځپل او د هغوى د فعاليتونو مخنيوى دى.
دى وايي، په يادو شوو ولسواليو کې دغه عمليات تر هغه وروسته پلان شوي چې د هلمند په سنګين او يو شمېر نورو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل شوي.
ميوند، غورک، شاوليکوټ او خاکرېز د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې امنيتي وضعيت يې د هلمند د روانې ناارامۍ له امله له ګواښ سره مخ کېداى شي.
اطرافي په دې اړه وايي، په کندهار کې مېشت امنيتي ځواکونه د وسله والو مخالفينو د هر ډول ګواښ د ځپلو وړتيا لري، پيل شوي عمليات د دې لپاره دي چې امنيتي ځواکونه د خپلو کمربندونو تحکيمات نور هم سخت کړي.
د امنيت امر په کندهار ښار او ولسواليو کې د پوليسو د روانې يوې اوونۍ د فعاليتونه او لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل يو شمېره وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې او له هغوى يې وسلې تر لاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، د روانې اوونۍ په اوږدو کې د پوليسو د کمينونو او ګزمو پر مهال ٦ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ٧ تنه ټپيان شوي او د يوه مشکوک کس په ګډون ١٠ وسله وال ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي دغه راز د کندهار ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې د يوې خوندۍ پېښې د مخنيوي خبر هم ورکړ او ويې ويل، په يوه کرولا موټر کې د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ، لاسي بمونه، دوه کلاشينکوفونه ځاى پر ځاى شوي وو چې د پوليسو له خوا نيول شوي او شنډ شوي دي.
login or register a new account.